د اروپائي پارلماني كميسون مشر د تركيې خارجه وزير سره ملاقات وكړو

انقره 26 فروري (اے پي پي) د تركيې خارجه وزير مولود چاوش اوګلو سره د اروپائي پارلمان د خارجه اړيكو د كميسون چيئرمېن ډيوډ مېك اليسټر او د هغه پلاوي د تركيې په پايه تخت انقره كښې ملاقات كړے. د تركيې خارجه وزير په ټويټر د دې ملاقات په اړه وئيلي دي چې په نوي دور كښې اروپائي اېتلاف سره د مثبتو اړيكو او په دې لړ كښې اروپائي پارلمان ته د مهم كردار ترسره كولو ضرورت دے.