دي بېلټ اېنډ روډ له مخې د سري لنكا د سدرن اېكسپرېس وے د پراختيا پروژه ترسره شوه

كولمبو 26 فروري (اے پي پي) د سري لنكا د سدرن اېكسپرېس وے د پراختيا پروژه ترسره شوه. دا دي بېلټ اېنډ روډ له مخې يوه مهمه پروژه ده چې ټول اوږدوالې ئې 96 كلوميټره دے او دې سره به د سري لنكا په سوئيلي سيمو كښې اقتصاد وده وكړي. د سري لنكا اولس مشر، وزيراعظم او په سري لنكا كښې د چين سفير په شريكه د دې پروژې پرانسته وكړه.