ترك اولس مشر په زړه ورتيا د كشميري اولس حقونو له غږ پورته كړې

اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي ترک اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې په زړه ورتيا د كشميري اولس حقونو له غږ پورته كړے۔ پاكستان او ترك اولس يو دي۔ دواړه هېوادونه په معاشي ٬ اقتصادي او تجارتي توګه په تندۍ يو بل ته نزدې كېږي۔ ترک ورور هېواد پاكستان ته د ټېكنالوجي وركولو په توګه دا د نړۍ په نقشه مستحكم كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خاص مرستيالې د جمعې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل د تركي اولس او مشرتابه مننه كوؤ چې هغوي په كشميري اولس د هندي ظلم او زياتي په اړه د وزيراعظم عمران خان د ښكاره دريځ ملاتړ كولو سره غږ پورته كړو۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل مونږ كشمير كښې په روان هندي ظلم او زياتي د پاكستان دريځ په نړيواله كچه پورته كولو په اړه د پاكستان 22 كروړه اولس لخوا د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان او د هغه د اولس په خاص توګه مننه كوؤ۔ دې ووئيل طيب اردوان خپل خطاب كښې پاكستان او ترك اولس يو بل سره په مضبوطه خپلولۍ د تړلو هڅه كړې ۔ دې ووئيل د ترك اولس مشر دا اوسنۍ دوره به دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارت ٬ معيشت او تكنيكي ګامونو ته وده وركړي او د دواړو هېوادونو د ګډې منصوبې به به حقيقي شراكتدارۍ بدلې شي۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان چې د پاکستان ډیجیټلائز كولو كوم تصورات خپل كړې ترك اولس مشر په دې لړ كښې د فني او تكنيكي مهاراتونو د اشتراكيت خبره كړې ۔ دې ووئيل د تركيه اولنۍ مېرمنه د نړۍ مېرمنو له د اسلامي ټولنې په اعتبار يوه رول ماډل ده او دې د پاكستانو مېرمنو د جذباتو عكاسي كړې ۔