برکینا فاسو كښې په چرچ بريد كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه ۔ 18 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس د برکینا فاسو په پانسي سيمه كښې په چرچ د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي دې ناوړه او دې ډول نورو جرمونو كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ ياده شوې پېښه كښې د پادري په شمول 24 كسان مړه شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر اېسوسي اېټ وياند ايري كينيكو كړې۔ ده ووئيل عمومي سېكتر بريد كښې د وژلې شوو كسانو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه او د ژوبل شوو زر روغتيا له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وياند ووئيل عمومي سېكتر د تشدد كارروائيو په ضد جنګ او تل پاتي امن او پرمختګ ترلاسه كولو په لړ كښې د بركينا فاسو ملاتړ له د خپل لوظ پخلې وكړو