اولس مشر رجب طيب اردوان د ايوان صدر په جومات كښې د جمعې لمونځ ادا كړو

اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د ايوان صدر په جومات كښې د جمعې لمونځ ادا كړو ٬ په دې مهال د اسلامي نړۍ پرمختګ ٬ سلامتيا ٬ خوشحالۍ او يووالي له خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔ دواړو لارښودو اسلامي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له هم خاص دعاګانې وكړې۔ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد ٬ په دوره راغلو ترك مېلمنو او د ترك سفارت چارواكو هم دواړو لارښودو سره د جمعې لمونځ وكړو