امريكا به په اروپا كښې پوځي مشقونو لپاره 20 زره عسكر لېږي

واشنګټن 09 فروري (اے پي پي﴾ امريكا به په اروپا كښې پوځي مشقونو لپاره 20 زره عسكر لېږي. پوځي مشقونه به يوه مياشت روان وي. د سوړ جنګ ﴿كولډ وار﴾ ختمېدو نه پس دا د خپل نوعيت تر ټولو لوي مشقونه دي. دا مشقونه به نه يوازې د المان په بېلا بېلو سيمو بلكې په پولېنډ او بالټك هېوادونو كښې هم كېږي. د امريكې په كمان كښې په دې مشقونو كښې به د ناټو د نورو 18 هېوادونو 17 زره عسكر هم برخه اخلي.