افغانستان، د واورې كمر لوئيدو پېښه ٬ د يوې كورنۍ 4 كسان مړه ٬ 2 بې دركه

کابل ۔ 13 فروری (اے پی پی) د افغانستان دیکنډی ولايت كښې د واورې كمر لوئيدو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 4 كسان مړه او 2 نور بې دركه شوي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو له مخې د صوبائي حكومت وياندې سكينه احساني ووئيل د افغانستان په يو شمېر ولايتونو كښې د څو ورځو څخه د روان تېز باران او د واورې ورېدو د لاسه د ميرامور په حېسر كلي كښې تېره شپه په يو كور د واورې كمر لوئېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه ٬ يو ژوبل او دوه نور بې دركه شوي ۔ په دیکنډی ولايت كښې د واورو كمرو لوئيدو پېښو په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 7 ته رسېدلې ۔ بلخوا دا ډول يوه بله پېښه كښې يو ګډبه مړ او د هغه 60 ګډې د ملبې لاندې ګېرې شوي دي