اسرائيلي ځواكونو يو بل فلسطينې ځوان شهيد كړو

غزه 23 فروری (اے پي پي) اسرائيلي ځواكونو يو بل فلسطينې ځوان شهيد كړو. د فلسطيني مېډيا له مخې اسرائيلي ځواكونو په ختيځ القدس كښې په يو فلسطيني د چاقو بريد كولو تور لګولو سره شهيد كړے. د خبر له مخې د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې يوه مېرمن ژوبل شوې هم ده. اسرائيلي ځواكونو په دې ځوان په الا اسابت سيمه كښې د كور په دوازه كښې ډزې كولو سره شهيد كړے.