ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره د فرانس سفير مارك بارټے وليدل

APP52-17 ISLAMABAD: January 17 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr Firdous Ashiq Awan in a meeting with French Ambassador Marc Barety. APP

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالي ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره د فرانس سفير مارك بارټے ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د اے اېف پي لخوا اے پي پي لپاره په تكينكي مرسته٬ د تربيې آسانۍ او د ميډيا د پلاويو دوه اړخيزه تبادلو ته سلا راغلې۔ د ملاقات په مهال ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئېل پاکستان كښې د خبريالانو د كار استعداد زياتولو او تربيې لپاره د فرانس نه مرسته غواړو۔ دې د دواړو هېوادونو د اسټېټ نيوز اېجنسو او د نېشنل براډ كاسټرز ترمېنځه د مرستې په ضرورت زور رواړو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د فرانس د اے اېف پي نيوز اژانس شمېره د نړۍ په ټاپ اژانس كښې كېږي٬ غواړو چې اے پي پي د اے اېف پي تجربو څخه استفاده وكړي٬د نيوز اژانس ترمېنځه مرسته د دواړو هېوادونو د اولس ته مهم خبرونه او اطلاعات رسولو لپاره ضروري ده۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاکستانې ميډيا آزاده او فعاله ده٬ پاکستان فرانس سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي۔ دې ووئيل د دواړو هېوادونو اولس شريكې ګټې لپاره اړيكې لا قوي كولو له خوښي لري٬ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اوسنې جمهوري حكومت په اصلاحاتي اېجنډا كار كوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته ۔ په دې موقع د فرانس سفير مارك بارټے د فرانس د ميډيا په منظر نامه رڼا واچوله او د پاكستان او فرانس ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د روانې مرستې په نوعيت ئې خبرې وكړې٬ د فرانس سفير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي حجم په وده زور