په مډغاسكر كښې په سختو بارانونو كښې 21 كسان مړه او 20 بې دركه شوي دي

انټانا نيريو 26 جنوري (اے پي پي) د ختيځې افريقې په مډغاسكر هېواد كښې په سختو بارانونو كښې 21 كسان مړه او 20 بې دركه شوي دي. د مډغاسكر چارواكو له مخې د موزمبيق كنال څخه پېدا شوي د هوا كم فشار په وجه په مډغاسكر كښې سختو بارانونو پھ لويه پېمانه تباهي كړې. په بارانونو كښې په اوو سيمو كښې 90 زره كسان ځپل شوي دي. په بارانونو كښې 21 كسان مړه او 20 بې دركه شوي دي. د چارواكو له مخې د وريژو فصل ته هم سخت زيان رسېدلې.