په مقبوضه كشمير كښې د هند پېرا ملټري اهلكار په خپلو ملګرو د ډزو كولو نه پس ځان ووژلو، په ډزو كښې يو اهلكار مړ او يو سخت ژوبل شوے

جمو 15 جنوری (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د هند پېرا ملټري اهلكار په خپلو ملګرو د ډزو كولو نه پس ځان ووژلو، په ډزو كښې يو اهلكار مړ او يو سخت ژوبل شوے. د كشمير مېډيا سروس له مخې دا پېښه د مقبوضه كشمير د ادهمپور په سوئي جكهار سيمه كښې په كېمپ كښې رامېنځ ته شوې. د خبر له مخې د اهلكارو ترمېنځه د تلخ كلامې نه پس يو اهلكارو په نورو ډزې وكړې او پكښې يو مړ او يو سخت ژوبل شو. د ډزو كولو نه پس هغه خپل ځان هم وويشتو او مړ شو. هندي پوليسو په پېښه كښې د دوه كسانو د وژل كېدو تصديق كړے او د پېښې پلټنې پېل شوې دي.