په لېبيا كښې د نښتو په نتيجه كښې يو لك پنځوس زره كسانو خپل كورونه پرېښې. ملګري ملتونه

طرابلس 18 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو د هائي كمشنر دفتر يو اېن اېچ سي آر وئيلي دي چې په لېبيا كښې د نښتو په نتيجه كښې يو لك پنځوس زره كسانو خپل كورونه پرېښې. يو اېن اېچ سي آر وئيلي دي چې دا كسان په لېبيا كښې په اپرېل كال 2019م كښې د پېل شوې نښتې نه پس بې كوره شوي دي. نړيوالې ټولنې خواست كړے چې په لېبيا كښې دې حراستي مركزونه بند كړې شي خو سره د دې هم د درې زرو نه زيات كسان د كډوالو او پناه اخستونكو په حراستي مركزونو كښې پاتې كېږي.