په كنټرول لائن د هند ظلمونه مخ په زياتېدو دي، په بې ګناه وګړو په بريدونو كښې اضافه كېږي، ملګري ملتونه دې مقبوضه سيمې ته مبصرين لېږلو لپاره فشار واچوي. وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په كنټرول لائن ﴿اېل او سي﴾ د هند ظلمونه مخ په زياتېدو دي، په بې ګناه وګړو په بريدونو كښې اضافه كېږي، ملګري ملتونه دې مقبوضه سيمې ته مبصرين لېږلو لپاره فشار واچوي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په كنټرول لائن د هند ظلمونه مخ په زياتېدو دي، په بې ګناه وګړو په بريدونو كښې اضافه كېږي. ده د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وكړه مقبوضه سيمې ته مبصرين لېږلو لپاره دې فشار واچوي. وزيراعظم ووئيل چې د هند لخوا د جعلي آپرېشن اندېښنه ده. ده واضحه كړه چې د بې ګناه وګړو په وژنه به پاكستان خاموش نه پاتې كېږي.