په صوماليه كښې امنيتي ځواكونو د الشباب ډلې 16 وسله وال وژلي دي

موغاديشو 19 جنوري (اے پي پي) په صوماليه كښې امنيتي ځواكونو د الشباب ډلې 16 وسله وال وژلي دي، په دې موقع 4 امنيتي اهلكار هم وژل شوي دي. د صوماليه د نېشنل آرمي د 27م يونټ كمانډر احمد محمد محمد خبريالانو ته وئيلي دي چې وسله والو د حاجي علي په سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په يوه لويه اډه بريد وكړو او په ځوابي عملياتو كښې دا وسله وال وژل شوي دي. ده ووئيل چې په ځوابي عملياتو كښې 20 وسله وال ژوبل شوي هم دي