په شمالي افغانستان كښې نامعلومو وسله والو د يوې كورنۍ 6 كسان قتل كړل

كابل 19 جنوري (اے پي پي) په شمالي افغانستان كښې نامعلومو وسله والو د يوې كورنۍ 6 كسان قتل كړي دي. د ولايتي شورا غړي محمد روزي او ځائي پوليسو د دې پېښې تصديق كړې. دا پېښه په شمالي فارياب ولايت كښې رامېنځ ته شوې. په وژل شويو كسانو كښې يو څلوېښت ورځنې ماشوم هم شامل دے. په پېښه كښې دوه كسان ژوبل شوي هم دي چې پكښې يو بل ماشوم هم شامل دے. تر اوسه كومې ډلې د دې بريد پړه پغاړه نه ده اخيستې.