په بركينافاسو كښې په چاودنه كښې 5 عسكر وژل شوي دي

وګادوګو 18 جنوري (اے پي پي) په افريقائي هېواد بركينافاسو كښې د سړك په غاړه چاودنه كښې پنځه عسكر وژل شوي دي. د دې هېواد د امنيتي څانګې له مخې دا پېښه په شمالي سوم ولايت كښې رامېنځ ته شوې. پوځي ګاډې د ګزمې په مهال په اربندا ښار كښې پېښې سره مخ شوے. د يادونې وړ ده چې د بركينا فاسو په شمالي سيمه كښې پرله پسې د ترهګرې د بريدونو په نتيجه كښې د امنيت صورتحال ډېر خراب دے.