پاکستان كښې د شتمندو هېڅ كمې نشته٬ د اولس خېرښګړې لپاره د دوي هڅې كوټلې كول د وخت ضرورت دے۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوي

APP37-22 ISLAMABAD: January 22 - President Dr. Arif Alvi interacting with the beneficiaries of Pakistan Bait-ul-Mal programs. APP

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان كښې د شتمندو هېڅ كمې نشته٬ د اولس خېرښګړې لپاره د دوي هڅې كوټلې كول د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د بېت المال منېجنګ ډائرېكټر عون عباس بپي لخوا د پرېزنټېشن مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د سماجي تحفظ خاص مرستياله ډاکټر ثانيه نشتر، اسټيبلشمنټ لپاره سلاحكار محمد شهزاد ارباب او دوهم پارلماني وزير علي محمد خان هم موجود وٶ۔ د هېواد د غوره خدماتو ستائنه كولو سره اولس مشر په دې خبره زور رواړو چې د ټولنې د لرې پرتو طبقو بهترۍ او ګرد هېواد كښې د خېرښګړې خدمات زياتولو لپاره ټول اېن جي اوز په اعتماد كښې اخستو سره په دې لړ كښې كوټلې هلې ځلې پكار دي۔ اولس مشر د يتيمانانو او معذوره كسانو پالنې او تحفظ٬ مېرمنې اختيارمندې جوړول په خاص توګه پخوانۍ فاټا كښې هلو ځلو ته په لا وده وركولو زور رواړو۔ ده ووئيل دلته داسې ډېر حاجت مند خلق شته څوك چې مرستې ته اړتيا لري٬ دې لپاره دوي د غربت نه خلاصولو لپاره مونږ له اجتماعي هڅې كول پكار دي۔ اولس مشر معذوره كسانو لپاره د پاكستان بېت المال موبائل اېپ هم پرانسته وكړه۔ اولس مشر په دې موقع د پاكستان بېت المال يو څو مستحقينو سره خبرې هم وكړې او د دوي د سهولياتو د مركز ئې دوره هم وكړه۔ دغسې اولس مشر د پاكستان بېت المال مستحيقينو لپاره د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه وكړه