پاکستان د هندي وزيراعظم مودي غېر ذمه واره او په جنګي جنون آډانه بيان رد كړو

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) پاکستان د هندي وزيراعظم مودي غېر ذمه واره او په جنګي جنون آډانه بيان رد كولو سره وئيلي دي د مودي بيان د پاکستان دښمنۍ او د ھغه د جنونيت عكاس او د انتها خوښي سوچ مظهر دے٬ هندي اقدامات د منطقې امن او سلامتيا لپاره خطر لري۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياندې د مودي غېر ذمه واره او په جنګي جنون آډانه بيان رد كولو سره وئيلي دي د مودي بيان د ھغه د انتها پسندانه سوچ مظهر٬ د کشمير مخالف ، د اقليتونو مخالف او د ھغه په امتيازي پاليسو د نړۍ تنقيد او د هېواد په كچه زياته شوې ناقلارۍ څخه د پام اخوا كولو ناكامه هڅه ده ۔ وياندې ووئيل تېر كال د پاكستان لخوا د بالاكوټ مهم جوئۍ په سمدستي توګه او موثره ځواب٬ جنګي الوتكه رانسكول او د پائيلوټ نيول زمونږ د وسله والو ځواكونو تياري٬ عزم او د صلاحيت واضح ثبوت دے۔ وياندې ووئيل د پاكستان اولس او وسله وال ځواكونه د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له صلاحيت لري۔ وياندې په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي دې د هندي قيادت د غېر ذمه واره او جارحانه اقداماتو نوټس واخلي چې ورسره د منطقې امن او سلامتيا خطر سره مخ دے ٬ وياندې هيله څرګنده كړه چې د منطقې كوټلي امن او استحكام لپاره به د كشمير كشالې هوارې لټول وي