پاکستان او چين د دوستۍ په هر ازمېښت كښې برې موندې ٬ پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي

APP28-17 ISLAMABAD: January 17 - President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador of China Yao Jing, who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان او چين د دوستۍ په هر ازمېښت كښې برې موندې ٬ پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو اړيكې د سيمه ايز امن او سلامتيا ضامن دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د جمعي په ورځ پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ سره ملاقات كښې كړې ۔ اولس مشړ ووئيل سي پېك د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې علامت دے او دا به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو كښې مهم كردار لوبوي او د دې بشپړېدو سره به پاكستان ته د توان٬ صنعت او د انفراسټركچر په څانګو كښې بشپړه صلاحيت پكار راوستو له مرسته ترلاسه شي۔ اولس مشر ووئيل چين زمونږ په بنيادي قامې مفاداتو پحقله تل پاكستان سره ولاړ وي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي په خاص توګه د كشمير په مسئله د پاكستان په ملاتړ كولو د چين ستائنه وكړه