وفاقي وزير اسد عمر سره د چين سفير وليدل

APP46-10 ISLAMABAD: January 10 - Ambassador of the People's Republic of China Yao Jing called on Federal Minister for Planning & Development and Special Initiatives, Asad Umar. APP

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر سره پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ د جمعې په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير اسد عمر ووئيل خاص اقتصادي زونز جوړولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ په راتلوونكو كښې به د سي پېك منصوبو رفتار لا ګړندې كړې شي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سي پېك او اقتصادي مرستې په چارو خبرې وشوې۔ اسد عمر ووئيل خاص اقتصادي زونز به مېنوفېكچرنګ كښې مشتركه منصوبې جوړول ممكنې كړي كومې چې به د دواړو اړخو كاروباري ادارې متحدې كړي۔ ده ووئېل د پاکستان مينوفيکچرنګ صنعتونو لپاره دا ضروري ده چې د چين كمپنو سره شراكت كولو سره د نړيوال وېليو چين برخه جوړ شي۔۔ په دې موقع د چين سفير ووئيل د چين د سرمايه كارو او د پاكستان د مينوفيکچرنګ صنعتونو ترمېنځه اړيكو ته وده وركول غواړو