نیوزی لېنډ ، د آتش فشاں چاؤدنې پېښې مړو شمېره 18 ته ورسېده

آکلېنډ ۔ 14 جنوری (اے پی پی) نیوزی لېنډ كښې د آتش فشاں چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د مړو شويو كسانو شمېره زياتېدو سره 18 ته رسېدلې ده۔ د نیوزی لېنډ پولیس يو بيان كښې وئيلي دي چې په وائټ جزيره كښې تېر كال دسمبر كښې د آش فشاں چاؤدنې په نتيجه كښې د سخت ژوبل شوي وګړي په مړ كېدو د مړو شمېره زياتېدو سره 18 ته رسېدلې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې تېر كال په 23 دسمبر رامخې ته شوې دغه پېښه كښې د 17 كسانو د مرګ تصديق شوې وو