نهم مېنز بګ بېش ليګ كښې به (نن) د اېډيلېډ سټرائيكرز او برسبېن هېټ لوبډلې مقابله وي

اېډيليډ 16 جنوري (اے پي پي) د اسټراليا كركټ تر سېوري الندې په روان نهم مېنز بګ بېش ليګ كښې به (نن) د جمعې په ورځ د اېډيلېډ سټرائيكرز او برسبېن هېټ لوبډلې مقابله وي۔ په ليګ كښې ګډون كوٶنكو كښې اېډيليډ سټرائيکرز، برسبين هېټ، هوبارټ هرېکنز، ميلبورن رينيګډز، ميلبورن سټارز، پرتھ سکارچرز، سډني تھنډر او سډني سکسرز شامل دي۔ په ليګ كښې ميلبورن رينيګډز د ټائټل دفاع لپاره هڅې كوي۔ ليګ كښې به د فائنل پشمول 61 مېچونه كېږي او د نهم اېډيشن پائې لوبه به د فرورۍ په 8مه نيټه كېږي