مخدوم شاہ محمود قرېشي د عراق خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د جمعې په ورځ د عراق خپل همڅنګ محمد علي الحکيم سره د ټېلي فوني تماس د لارې د ايران امريکې تاٶ تريخوالي پشمول منطقه كښې د امن په وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خبر په مهال دواړه خارجه وزيرانو منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمې راوستو لپاره د مشاورت سلسله روانه ساتلو او امن لپاره د ګډې هلو ځلو ته اتفاق كړې۔ شاہ محمو قرېشي ووئيل په منطقه كښې په زيات شوي تاٶ تريخوالي اندېښنه لرو۔ ده ووئيل دا منطقه د كوم نوې محاذ آرائۍ متحمل كېدې نشي ۔ پاکستان په سپينو ټكو وئيلي دي چې دواړو ډلو له چارې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د نړيوال قوانين په رڼا كښې د روغې جوړې د لارې حل كولو ته اړتيا ده ۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي واضحه كړه بايد ډلې د هېواد د خپلواكۍ او سالميتيا خيال اوساتي٬ د خبرو اترو ماحول راجوړولو سره به تاٶ تريخوالي كښې كمې راوستل وي۔ خارجه وزير د عراق خپل همڅنګ خبر كړٶ چې په دې معامله ما د تركيه٬ ايران٬ متحدہ عرب امارات، سعودي عرب، قطر او روسيه خارجه وزيرانو سره خبرې كړې او ډېر زر د وزيراعظم عمران خان په امر د ايران پشمول په مهمو بهرينو دورو روانېدونكې يم۔ د عراق خارجه وزير په منطقه كښې د تاو تريخوالي خاتمې او امن لپاره د پاكستان د شوو هلو ځلو ستائنه وكړه