كال 2020م د ځوانانو كال دے، ځوانانو لپاره به سږ كال د دوه دوه مياشتو دمې نه پس څلور نوي پروګرامونه پېل كولې شي، پاكستان تحريك انصاف د ځوانانو د ووټ په طاقت اقتدار ته راغلې، وزيراعظم عمران خان د ځوانان په خېر ښېګړه باور او ځوانانو سره د شويو لوظونو د عملي كولو وېژن لري. عثمان ډار

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې كال 2020م د ځوانانو كال دے، ځوانانو لپاره به سږ كال د دوه دوه مياشتو دمې نه پس څلور نوي پروګرامونه پېل كولې شي، پاكستان تحريك انصاف د ځوانانو د ووټ په طاقت اقتدار ته راغلې، وزيراعظم عمران خان د ځوانان په خېر ښېګړه باور او ځوانانو سره د شويو لوظونو د عملي كولو وېژن لري، ځوانان د هنر مند پاكستان پروګرام د لارې وظيفه اي تجربه ترلاسه كولو سره د سي پېك او په هېواد كښې دننه او بهر د ملازمتونو موقعې ترلاسه كولې شي. ده دا خبرې د اے پي پي د دورې په موقع په خپله يوه خاص مركه كښې وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې ځوانان د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري. د پاكستان د 65 فيصده آبادې عم د 35 كلونو نه كم دے. پاكستان په منطقه كښې د ځوانانو آبادي لرونكې دويم لوي هېواد دے. ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د ځوانانو د ووټ په طاقت اقتدار ته راغلې، وزيراعظم عمران خان د ځوانان په خېر ښېګړه باور او ځوانانو سره د شويو لوظونو د عملي كولو وېژن لري. عثمان ډار ووئيل چې د تېر وخت حكومتونو ځوانان نظرانداز كړي دي. په كال 2013م كښې د كامن يوته ډوېلپمنټ په انډېكس كښې د پاكستان 184م نمبر و او په كال 2017م كښې ئې نمبر 154 و. د دې نه ثابېتېږي چې په دې موده كښې ځوانانو لپاره كوم اقدامات نه دي شوي. په تېر وخت كښې ځوانان لپاره پروګرامونه يوازې سياسي پوائنټس سكورنګ لپاره وضع كړې شوي. ده ووئيل چې د كامياب ځوان پروګرام يونكاتي اېجنډا ده او هغه ځوانان د خپل كاروبار او هنرمندې د لارې بااختياره كول دي. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې كامياب ځوان پروګرام غېر معتصبانه د مېرټ او سپېځلتيا په بنياد دے. د دې پروګرام له مخې ځوانانو لپاره 6 اقدامات كولې شي. ده ووئيل چې كال 2020م د ځوانانو كال دے. تر اوسه ځوانانو لپاره دوه پروژې پېل كړې شوې دي، سږ كال به څلور نورې پروژې هم پېل كولې شي. دا څلور واړه پروژې به د دوه دوه مياشتو دمې نه پس پېل كولې شي او دا پروژې به سږ كال عملي كولې شي. ده ووئيل چې د خپل حكومت په پنځه كلن دور كښې به ځوانانو سره كړي ټول لوظونه پوره كوو. د قرضه سكيم او سټارټ اپ پروګرامونو د لارې به ځوانان د ملازمتونو جوګه كولې شي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په 17م اكتوبر كال 2019م كښې د يوته انټر پرينورشپ سكيم پېل كړے. د دې سكيم له مخې په 15 ورځو كښې كم او زيات 13 لكه خواستونه ترلاسه شوي وو اوس د خواستونه جاج اخستل كېږي. درې نيم لكه خواست كوونكو ته ټيلفون شوے او د دې خواستونو په اړه خواست كوونكي د اېس اېم اېس او ټيليفون د لارې خبرولې شي. ده ووئيل چې ځوانانو ته به د مېرټ په بنياد قرض وركولې شي. ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې د فني تعليم څلور زره تعليمي ادارې دي، په دې كښې 570 هنر مند پاكستان لپاره خوښې كړې شوې دي. ده ووئيل چې يوتھ ډوېلپمنټ د وزيراعظم وژن دے، د قانون سازې د لارې به نېشنل يوته ډوېلپمنټ فاٶنډېشن تشكيل كولې شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د هند مند پاكستان پروګرام له مخې به د مدرسو د 20 نه تر 25 زره زده كوونكو ته وظيفه اي تربيه وركولې شي. ده ووئيل چې په دې پروګرامونو كښې به اقليتونو او معذورو كسانو ته مساوي موقعې وركولې شي. سپېځلتيا لپاره دا پروګرامونه آن لائن پېل كړې شوي دي.