سوات، د څلور منزله ودانۍ پرېوتو پېښه ٬ 4 كسان مړه ٬ 2 ژوبل

سوات ۔ 17 جنوری (اے پی پی) مېنګورہ كښې د يو جوړېدونكي 4 منزله كور چھت ناڅاپي پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې 4 كسان مړه او 2 نور ژوبل شول۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې د جمعې په سحر د مېنګورې ښار محله خونه ګلمئی كښې څلور منزله وداني په پېوستو كورونو راپرېوته چې په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ څلور كسان مړه او دوه نور ژوبل شول۔ په مړو كسانو كښې ښځه ٬ خاوند او د دوئي دوه بچي شامل دي۔ د مرستې كارروائۍ كښې ځائي كسانو او رېسكيو ډلو مړي او ژوبل شوي كسان د مېنګورې روغتون ته رسولي دي