سلامتی كونسل كښې به د سوريې په راپور بحث په 20 جنوری كېږي

ملګرې ملتونه 14 جنوری (اے پی پی) د روس په خواست به د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل كښې په 20 جنوری د سوريې په اړه د كیمیائی وسلو مخنيوي تنظیم (او پی سی ډبلیو) په يو راپور بحث كېږي۔ ملګرو ملتونو كښې د روس مستقل مشن پریس سكتر فیډور اسټرججووسك له مخې د او پی سی ډبلیو په راپور كښې د سوريې په دوو ښارونو كښې د كیمیائی وسلو ښكاره كارولو تفصیلات شته۔ مسټرا سټرججووسك ووئيل د روس په خواست د ملګرو لمتونو سلامتی كونسل به د سوريې په اړه او پی سی ډبلیو په يو راپور بحث كوي