د 2013 نه تراوسه په ټوله نړۍ كښې 13966 پاكستانو بنديوانو ته قونصلر رسنه وركړی شوې۔د خارجه وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد 13 جنوری (اے پی پی) د خارجه وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي د 2013 نه تراوسه په ټوله نړۍ كښې 13966 پاكستانو بنديوانو ته قونصلر رسنه وركړی شوې۔خارجه وزارت٬د كورنيو چارو وزارت او سمندر پورې پاكستانيانو وزارت په ګډه د بشري قاچاق مخ نيوي لپاره په يوه پالېسۍ كار كوي۔د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ته وئېلي شوي د ټولو ايجنټانو رجسټرېشن باوري كړئ څوك چې رجسټرېشن نه كوي د هغوي په ضد كاروائي وكړئ ځكه چې دغه ايجنټان بې ګناه او مجبوره وګړي په جعلي كاغذونو بهر هېواد ته لېږي چرته چې كفيلان هغوي خپل غلامان ګرځوي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د نفيسه عنايت الله خټك د پوښتنې په ځواب د خارجه وزارت د اړخه ووئيل شول د 2013 نه تراوسه په ټوله نړۍ كښې 13966 پاكستانو بنديوانو ته قونصلر رسنه وركړی شوې۔پارليماني سېكترې عندليب عباس ووئيل ټول پاكستانيان په بهر هېوادونو كښې خپل ځان نه رجسټرډ كوي په خاص توګه په يونان كښې دغه وګړي د نيولو له يرې ٬يوه مافيا ده كومه چې په دې غېر قانوني كار كښې ككړه ده۔د شاهده اختر علي د پوښتنې په ځواب پارليماني سېكترې ووئيل د پاكستان كميونټي اينډ ايجوكېشن فنډ د لارې بهر پاكستانيانو له قانوني معاونت وركولو سره سره د هغوي راستنولو له هم اقدامات كېږي