د کرپشن او سفارش خاتمې ته پام لرنه كوو

APP48-10 NOWSHERA: January 10 - Prime Minister Imran Khan addressing at the inauguration ceremony of Azza Khel Dry Port in Azza Khel. APP

پېښور 10 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد په حقيقي توګه فلاحي رياست جوړولو لپاره ټولې پاليسۍ داسې جوړوو چې ورسره عامو وګړو ته ګټه ورسيږي ٬ رېلوے او پي آئي اے به نجي سېكټر كښې د مقابلې كوٶنكي صلاحيت لرونكې ادارې جوړوٶ٬ اېم اېل ون به د پاكستان رېلوے په اړه انقلابي پرمختګ راولي٬ کرپشن او د سفارش خاتمې ته پام لرنه كوو ۔ وزيراعظم دا خبرې د اضاخېل ډرائي پورټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل اضاخيل ډرائي پورټ سره به دلته تجارتي هلې ځلې زياتې شي او دې څخه به د ملازمت موقعې هم راپېدا شي چې ګټه به ئې ځائي اولس ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د اضاخيل ډرائي پورټ د منتقل كولو منصوبه په كال 2006 كښې پېل شوې وه خو شېخ رشيد احمد په يو كال كښې دا منصوبه بشپړولو سره ھغه كار وكړو كوم چې په 13 كالو كښې نه ٶ شوې۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس سياسي شعور لري ځكه دې دوي بيا بيا پي ټي آئي د ووټ د لارې كاميابوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د بده مرغه په تېرو 70 كالو كښې په رېلوے خرڅ نه دې شوې او د انګرېز