د ډېټ لمېټېشن اېكټ له مخې كه د قرضو شرح ټاكلي حد نه زياته شي نو په اړه دې پارلمان خبر كړې شي۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير

اسلام آباد ۔ 17 جنوری (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د ډېټ لمېټېشن اېكټ ترمخه كه د قرضو شرح ټاكلي حد څخه زياته شي نو د پارلمان دواړه ايوانونه د دې سببونو څخه خبرول ضروري وي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ده ووئيل د رولز له مخې دا ضروري ده چې كه د قرضو شرح د مقرره حد څخه زياته شي نو وزارتونو له په دې اړه دواړو ايوانونو ته وئيل پكار دي چې هغه كوم سببونه دي چې له مخې ئې مونږ ته د مقرره حد څخه زياتې قرضې اخستل راپغاړه شوي دي