د چين او پاکستان خپلواكه تجارتي لوظنامې په دوېم پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات تحفظ وركړې شوې۔ د عبدالرزاق داٶد

اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) تجارت او ټېكسټائل لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د چين او پاکستان په خپلواكه تجارتي لوظنامې په دوېم پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات اهميت وركولې شي ځكه چې په دې پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات تحفظ وركړې شوې ۔ عبدالرزاق داٶد دا خبرې د پاك چين تجارتي لوظنامې په اړه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د چين او پاکستان په آزاده تجارتي لوظنامه په دوېم پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات تحفظ وركړې شوې ۔ ده ووئيل چين 313 خېزونو لپاره د ټېرف حد صفر كړې ٬ د تجارتي لوظنامې په وړومبني پړاو كښې چې كوم څيزونه پاتې شوې ھغه په دوېم پړاٶ كښې سم كړې شوي۔ د سېمينار اهتمام د پاكستان ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي (ټي ډي اے پي) كړې ٶ۔ په سېمينار كښې د پېنډۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري، د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري، د وومن چيمبر آف کامرس، د اېګرو فوډ، جيمز سټون جيولري، ماربل، کيميکل او نورو څانګو سره تړون لرونكو كمپنو استازو او سوداګرې ورورولۍ ګډون كول