د ځوانانو تعليم ته رسنه باوري كولو ته حكومت پاملرنه كوي

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان وئيلي دي د ځوانانو تعليم ته رسنه باوري كولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د ټولو معاشي ستونزو باوجود به د لوړو زده كړو كمېسون مالي حاجتونه ترسره كولې شي٬ د خزانې وزارت كښې لوړو زده كړو لپاره بېل كړې فنډز به د كوم تاخير نه غېر وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيرِاعظم عمران خان د لوړو زده كړو كمېسون پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار عثمان ډار، سماجي تحفظ لپاره خاص مرستياله ډاکټر ثانيه نشتر، قامي صحت لپاره مرستيال ډاکټر ظفر مرزا ، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، د اېچ اي سي چئيرمېن ډاکټر طارق بنوري، ډاکټر فضل عباس مېکن او نورو لوړ پوړو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيرِاعظم ووئيل د ځوانانو تعليم ته رسنه باوري كولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د ټولو معاشي ستونزو باوجود به د لوړو زده كړو كمېسون مالي حاجتونه ترسره كولې شي٬ د خزانې وزارت كښې لوړو زده كړو لپاره بېل كړې فنډز به د كوم تاخير نه غېر وركولې شي۔ وزيرِاعظم امر وكړٶ چې د وزارتونو په طرز د اېچ اي سي اېګزېكټو ډائرېكټر څوك چې د اېچ اي سي پرنسپل اكاٶنټنګ چارواكې دے د مالي معاملو په لړ كښې دې ورته هغسې اختيارات وركړې شي دغسې چې د فنډز په اجراء كښې تاخير نه كېږي۔ د نصاب پحقله وزيرِاعظم ووئيل د نصاب تعين لپاره دې دا خبره باوري كړې شي چې ځواناو ته د اسلامي او ختيز دود دستور په كاص توګه زمونږ د ټولنې د تهذيب ٬ تمدن ٬ ورثې ٬ صوفياء كرامو او د دوي د فلسفې په اړه خبرتيا وركولو پلو خاص پاملرنه وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ټېكنالوجۍ په دې دور كښې چرته چې زمونږ دود دستور او تهذيب ته د لويديز او د نورو بهرنيو كلتورونو څخه سنګين خطرات ورمخې ته دي هلته اسلامي اقدار او د صوفيا كرامو د تعليماتو نه لرې والې او ناواقفيت په سوب په ټولنه كښې انتها خوښۍ ته وده ترلاسه شوې ٬ د دې چېلنجونو مقابلې لپاره ضروري ده چې مونږ خپل زلمې