د پېښور اے پي پي بېورو ريټائرډ كمپيوټر ټېكنيشن الطاف حسېن خاورو ته وسپالې شو

اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د پېښور بېورو ريټائرډ كمپيوټر ټېكنيشن الطاف حسېن تېره ورځ د اوږدې مودې ناروغۍ نه پس پحق رسېدلې۔ ارواښاد په خپل آبائي كلي سرائے عالمګير جهلم كښې خاورو ته سپارلې شوې۔ د ارواښاد عمر 70 كاله ٶ۔ اوراښاد نه يوه كنډه او اته كوچنيان پاتې شوي۔ ارواښاد الطاف حسېن د دريو لسيزو نه زيات په اے پي پي كښې وظيفه ترسره كړې۔ په دې لړ كښې اے پي پي پېښور بېورو كښې د غمرازۍ څرګندونې لپاره دستوره وشوه چې پكښې د ارواښاد لوړو درجو او غمژنې كورنۍ زغم لپاره دعا وشوه