د ټولې نړۍ د بشري حقونو ډلو او كشميري دانشورانو كشميريان د ترهګرې په كېمپونو كښې د بندولو په اړه د هند جنرال د تجويزونو سخته غندنه كړې

نيويارك 19 جنوري (اے پي پي) د ټولې نړۍ د بشري حقونو ډلو او كشميري دانشورانو كشميريان د ترهګرې په كېمپونو كښې د بندولو په اړه د هند جنرال د تجويزونو سخته غندنه كړې. د نيويارك ټائمز راپور له مخې د هند چيف آف ډيفنس سټاف جنرال بپن راوت څو ورځې وړاندې د مقبوضه كشمير اولس په خاص كېمپونو كښې د بندولو تجويز وركړے و د كوم چې د ټولې نړۍ د بشري حقونو ډلو او د كاركنانو پشمول كشميري دانشورانو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې جنرال راوت په نوي ډيلي كښې په كنفرنس كښې دا تجويز وركړے په كوم كښې چې د هند اعلٰی چارواكو، سفارتكارو او د تجارانو پشمول دانشورانو هم ګډون كړے و. په دستوره كښې د ترهګرې په ضد د جنګ په اړه په يوه پوښتنه هندي جنرال وئيلي وو چې په كشمير كښې د 10 نه تر 12 كلونو ماشومان او ماشومانې د هند په ضد سوچ لري او د دې خاتمې لپاره دې دوي په خاص كېمپونو كښې وساتل شي چې دغسې د انتهاخوښې او هند په ضد سوچ ئې بدل كړې شي.