د وېسټ انډيز او آئرلېنډ ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي انټرنېشنل مېچ به (سبا) كېږي

سېنټ جارج 13 جنوري (اے پي پي) د وېسټ انډيز او آئرلېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي انټرنېشنل مېچ به (سبا) د شورو په ورځ په سېنټ جارج كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه په دريو ون ډے مېچونو كښې كوربه لوبډلې كلين سويپ كولو سره آئرلېنډ ته 3-0 سره ماتې وركړې۔ د يادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي سېريز دوېم مېچ به په 18مه جنورۍ او آخري ټي ټونټي به په 19مه جنورۍ كېږي