د وفاقي كابينې غونډې نه پس د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان مېډيا ته بريفنګ

APP46-14 ISLAMABAD: January 14 - Special Assistant to Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP

اسلام آباد 14 جنوری (اے پی پی) وفاقي كابينې كال 2020م د روزګار كال ګرځولې٬كابينې په بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو كښې د منظور شوو 1 لك 29 چوكو لپاره په راتلوونكو 60 ورځو كښې د ريكروټمنټ رولز د عمل ترسره كولو منظوري وركړې٬ د كال 2017م مردم شمارۍ له مخې په وفاقي ملازمتونو كښې د فاټا او ګلګت بلتستان كوټه د 4 فيصده كولو٬ 1 د روغتيا او د خذماتو د وزارت نوم بدلولو سره د روغتيا او آبادۍ وزارت كولو د پاكستان او سعودي ترمينځه د ترميم شوو ايئر سروسز لوظ نامو او د ريئر اېډمرل ذكاﺀالرحمان د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ ډائرېكټر جنرل غوره كولو٬برېګېډيئر ضياﺀ عابد باجوه په هيوي انډسټري ټېكسلا كښې د پروډكشن ممبر كولو او سردار عبدالمجيد خان د وفاقي محتسب سېكرټرېټ د كراچۍ په دفتر كښې د غړي په توګه د ټاكنې منظوري وركړې ده ٬د كورنيو چارو وزارت په نادرا كښې د مېرمنو شناختي كارډ لپاره د جمعې ورځ ټاكلې ٬د كال سرزمين اپليكېشن د لارې به بهر مېشته پاكستانيانو ته هر ډول معلومات وركولې شي٬پارليماني كاروائي كتلو لپاره په پارليمان كښې عامو وګړو لپاره ګيلري جوړه كړی شوې ۔وزيراعظم د انصاف صحت كارډ پروګرام ته د بې وسه خلكو رسنې په لار كښې د هر ډول خنډ لرې كولو هدايت كړې۔وزيراعظم په بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو كښې د قواعدو او ضابط د لارې د 1 لك 6 زره 343 كيسونو د التوا او د 13 زره ګاډو پشمول 3 د كروړه 70 لكه څيزونو ناقابل استعمال ګرځولو سره هم د نه تلف كولو نوټس اخستو كښې پھ 60 ورځو كښې دننه په دې لړ كښې د جامع حكمت عملۍ مرتب كولو هدايت كړې۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې د غونډې نه پس د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان مېډيا ته په بريفنګ كښې ووئيل كابينې ته د بېلا بېلو وزارتونو لخوا د اولس خېرښېګړی لپاره په ګوته كړو نوي اقداماتو د عملدرآمد راپور وړاندې كړی شوې۔كابينې ته ووئيل شول تراوسه د بېلا بېلو وزارتونو لخوا 79 نوې اقدامات په ګوته كړی شوې٬په دې كښې په 41 عمل شوې او په 36 عمل روان دې۔د دوه اقداماتو په اړه په پريكړه د نظرثانۍ كولو خواست شوې ځكه چې هغه قانون يا نظام د وړاندې نه موجود دې٬په دې كښې د ماشومانو د استحصال د مخ نيوي په اړه د قانون سازۍ تجويز شامل ؤ او د كاروباري ادارو په اړه د كارپورېټ سوشل ذمه وارۍ لازمي كولو په اړه تجاويز وركړی شوي وو ۔هغې ووئيل كابينې ته تراوسه د عملدرآمد په اړه تفصيلات وړاندې كړی شوي ۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كابينې ته وئېلې شوي چې د 1 نه تر 4 ګرېډ د ملازمانو بهرتۍ لپاره نظام وضعه كړئ۔هغې ووئيل د هوابازۍ وزارت لخوا د موسم معلوماتو لپاره موبائل اپليكېشن جاري كړی شوې٬كابينې ته وئېلې شوي د روغتيا وزارت لخوا د روغتونونو په او پي ډي كښې كيو(ټوكن)نظام معرفي كولې شي۔د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت لخوا كال سرزمين اپليكېشن جوړ كړې شوې او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت لخوا ماشومانو لپاره سمارټ هېلمټ معرفي كړی شوې۔د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل د ټولو رېټائر كېدونكو ملازمينو د پنشن كاغذات په يوه اونۍ كښې ترسره كول باوري كولې شي۔په پیټرول پمپونو كار كوونكو ملازمانو ته د دستانو او ماسك وركولو عمل روان دے۔د مواصلات او پوسټل سروسز وزارت لخوا ځوانانو لپاره پلان جوړ كړې شوې چې دغسې د دوي توان په مثبت ډول پكار راوستلې شي۔هغې ووئيل د اطلاعات وزارت لخوا د غلط او بې بنسټھ خبرونو د مخ نيوي نظام معرفي كړی شوې چې پكښې د اي لېټر اجرا هم شامله ده۔د خزانې وزارت كښې د معيشت په اړه په خبرونو نظر ساتلو او معلوماتو وركولو لپاره يو خاص څانګه جوړه كړی شوې٬كابينې ته ووئيل شول په ضلعو كښې كار كوونكو د پاكستان اېډمنسټريټو سروس او پوليس سروس د ګرېډ 17 او 18 افسرانو ته هدايت شوې چې هغوي په خپلو خپلو سيمو كښې د اولس خېرښېګړې لپاره كم نه كم يوه پروژه پیل كړي كومه چې اوږدې مودې لپاره وي۔د بشري حقونو د وزارت لخوا ووئيل شول د درېم جنس د حقونو تحفظ لپاره پوليس ته هدايات شوي چي ځوان نسل د نشه اي توكو نه بچ كولو لپاره زندګي اپليكېشن جاري كړې شوې ۔كابينې ته ووئيل شول د كلاس فور نوكرۍ لپاره د خواست 500 فيس ختم كړی شوې٬په هوائي اډو د وسلې د نمائش مخ نيوي لپاره اے اېس اېف ته هدايات جاري كړې شوي٬د توان ډويژن لخوا كابينې ته ووئيل شول په ژمي كښې په كمه بيعه د برېښنا وركولو عمل روان دے او په دې لړ كښې اشتهار وركړی شوې۔كابينې ته ووئيل شول د اېس ډي جيز له مخې پرمختيائي چارو لپاره فنډ جاري كړی شوې۔د خاص مرستيالې تر مخه پاكستان رېلويز لخوا كابينې ته ووئيل شول د 65 كلونو نه د زيات عمر د وګړو په كرايه كښې 50 فيصده او د 75 كلونو د عمر كسانو لپاره 100 فيصده رعايت وركولې شي۔د هوا بازۍ وزارت لخوا كابينې ته ووئيل شول په پي آئي اے كښې اي كمپلينټ منيجمنټ سسټم معرفي كړی شوې۔د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل د بې دركه ماشومانو لټون لپاره ميرا بچه اپليكېشن معرفي كړې شوې۔كابينې ته ووئيل شول د احساس پروګرام له مخې په هر تحصيل كښې د نادرا په شركت احساس مركز پرانستلې شي۔وزيراعظم د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ته هدايت وكړو چې د ګرېډ 17 او د دې نه بره ټولو افسرانو كومو چې په ناجائز توګه د بېنظير انكم سپورټ پروګرام څخه استفاده كوله په ضد سخته كاروائي وكړي او د دوي نامې اولس ته وړاندې كړي۔كابېنې ته ووئيل شول د پنجاب په 24 ضلعو كښې او د خېبرپښتونخوا په ټولو سيمو كښې د روغتيا كارډونه وېشلې شوي۔كابينې د روغتيا وزارت د مجوزه اصلاحاتو منظوري وركړه۔كابينې د هوميوپیتهك پنځو كالجونو په ضد د انكوائرۍ منظوري هم وركړی۔د دې كالجونو په ضد په پاكستان سيټزن پورټل شكايات راغلي وو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل د پنجاب حكومت نواز شريف د روغتيا د تازه صورتحال راپور په 48 ساعتو كښې غوښتې او د راپور راتللو نه پس به كومه پريكړه كولې شي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې هغې ووئيل د لاهور هائي كورټ د خاص عدالت جوړولو د لغوا ګرځولو مختصره پريكړه جاري كړی چې تفصيلي پريكړه راشي او زمونږ قانوني ډله يې جاج واخلي نو بيا به كومه پريكړه كولې شي۔هغې ووئيل د مريم نواز نوم د اي سي اېل نه د ويستلو معامله په عدالت كښې ده او د عدالت لخوا تراوسه كوم هدايت نه دي ترلاسه شوې۔د مريم نواز په معامله نن په كابينه كښې بحث نه دې شوې ځكه چې د دې نه هم د مهمو اولسي چارو جاج اخستل وو۔هغې ووئيل اتحادي ګوندونه حكومت سره وو او بيا به هم وي۔د وزيراعظم په هداياتو كمېټۍ اېم كيو اېم سره ملاقات كړې او د هغوي اندېښنې يې وزيراعظم ته وړاندې كړي ۔وزيراعظم به دا معامله په سياسي بصيرت حل كړي۔اېم كيو اېم د احتجاج په توګه د كابينې نه بېل شوے٬د حكومت نه نه دې بېلې شوې٬ټولې معاملې به په ښه ډول ترسره كولې شي