د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ټول اتحادي ګوندونه د هېواد د پرمختګ او اولسي سوكالۍ په قومي ايجنډا متفق دي۔ اتحاديان به ځان سره اخلو۔ د قامي پرمختګ عمل به د دوئي باور ترلاسه كولو سره ددوئي په صلا مخ په وړاندې بيايؤ۔ د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد ۔ 14 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ټول اتحادي ګوندونه د هېواد د پرمختګ او اولسي سوكالۍ په قومي ايجنډا متفق دي۔ يووالي سره به په هر محاذ د پاكستان د ګټو تحفظ كوؤ۔ اتحاديان به ځان سره اخلو۔ د قامي پرمختګ عمل به د دوئي باور ترلاسه كولو سره ددوئي په صلا مخ په وړاندې بيايؤ۔ د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل نقطه نظر سره په اختلاف د اپوزيشن خوشحالي كوؤنكو اميدونه يو وارې بيا له مينځه تلونكي دي٬ د دوئي حسرتونه به يو حسرت پاتې شي۔ دې ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد او قوم د خوشحالۍ عمل به لا قوت سره مخ په وړاندې ځي۔ د هېواد دننه او بهر د حكومتي ګامونو اثرات د بېلو كاميابو په شكل كښې رامخې ته كېږي۔ دې ووئيل د وزيراعظم عمران خان هدايت په رڼا كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران او سعودي عربستان دورې مثبت اغېز لري۔ پاکستان د خاموشه تماشائي جوړېدو په ځائې د اسلامي نړۍ او امن په ګټه كښې تعميري كردار ترسره كړو۔ دې ووئيل د خارجه وزير رابطو او دورو ته اسلامي هېوادونه او نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ دا د منطقې او په نړيواله كچه د پاكستان د مخ په زياتېدونكي كردار علامت دې۔