د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كامرس ډویژن د كاركردګۍ د جاج اخستو غونډه

APP59-13 ISLAMABAD: January 13 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting to review performance of Commerce Division. APP

اسلام آباد 13 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي د د هېواد برآمدات زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي، د كابینې څخه منظور كړې كامرس پالیسي او نېشنل ټیرف پالیسۍ باندې عمل درآمد لپاره دې تګلاره زر تر زره حتمی كړې شي، د برآمدات زياتولو په لړ كښې دې اهداف وټاكلې شي او د ټولو اړوندو ادارو كردار دې په ګوته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل پھ ورځ د كامرس ډویژن د كاركردګۍ جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ په غونډه كښې د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د كامرس سيكتر سردار احمد نواز سكھیرا او نور سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ وزیرِ اعظم ته د كامرس ډویژن په سر شوو اهدافو عمل درآمد، د سباؤن تګلارې او په خاص توګه د پاكستانو څېزونو په نړيواله كچه معارفي كولو او د هېواد برآمدات زياتولو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ د كامرس سيكتر سردار احمد نواز سكھیرا تيرو څو مياشتو كښې د كامرس ډویژن د اړخه شوي پالیسي اصلاحات، ادارہ جاتی اصلاحات، ټیرف ریفارمز، لیګل اصلاحات، ټریډ بیلنس سمونه، برآمدات زياتولو او درآمدات قابو كولو په اړه په اقدامات او ټریډ ډپلومیسی لا موثره كولو په اړه په پورته كړو اقدامات بریفنګ وركړو۔ غوزنډې ته ووئيل شول د كابینې د اړخه ای كامرس پالیسي او نېشنل ټیرف پالیسی منظور كړې شوې دغسې تذویراتی ټریډ پالیسی فریم ورك 2020-25ء ته حتمی شكل وركړې شوې ۔ ده ووئيل ایكسپورټ او امپورټ پالیسی آرډر له هم حتمی شكل وركړې شوې دغسې ټیكسټائل پالیسی 2020-25ء هم حتمی كړې كېږي۔ ادارہ جاتی اصلاحات په لړ كښې ووئيل شول د ټیكسټائل ډویژن په كامرس ډویژن كښې ضم كړې شوې۔ نېشنل ټیرف كمېشن كښې د ټیرف پالیسی سنټر جوړولې شي، صنعتی څانګو ودې لپاره ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی بيا د سره جوړه شوې۔ اسټیټ لائف انشورنس كارپوریشن كښې كارپوریټ كلتور معارفي كړې كېږي۔ دغسې بيلې ادارې لكه پاكستان انسټی ټیوټ آف فېشن ډیزائننګ، پاكستان ټوبیكو بورډ وغیرہ د اړوندو وزارتونو ماتحت كړې كېږي۔ دغسې نیشنل ټیكسټائل پوهنتون د فیډرل ایجوكیشن اینډ پروفیشنل ټریننګ وزارت ته منتقل كولو عمل پيل شوې۔ ټیرف اصلاحات په اړه ووئيل شول بجټ 2019-20ء كښې 1635 خام څيزونو نه كسټم ډیوټی اخوا كړې شوې ۔ نېشنل ټیرف پالیسی منظوریدو نه سره ټیرف پالیسی بورډ هم جوړ شوې۔ نیشنل ټیرف كمېشن ترمخه ټیرف كښې د اصلاحات عمل پيل شوې۔ قانونی اصلاحات په اړه ووئيل شول د پاكستان مصنوعاتو تحفظ لپاره د جیوګرافیكل انډیكیشن قانون جوړولو عمل پيل شوې۔ كابینې څخه مجوزہ قانون منظورۍ نه پس به دغه ذیلی كمېټۍ ته سپارلې شي۔ د ټریډ بیلنس سمولو هڅو په حقله ووئيل شول مالی كال 2018-19ء كښې تجارتی خساره 15 فیصده څخه زياته كمې شوې دغسې روان مالي كال كښې د جولائی نه تر دسمبر شميرې له مخې تجارتی خساره كښې 30.58 فیصده كمی راغلې۔ وزیرِ اعظم ته ووئيل شول د پاكستان مصنوعاتو ودې له او درآمدات زياتولو لپاره تيرو څو مياشتو كښې يو نيم سل ټریډ فیئرز ګډون كړې۔۔ دې نه ځانله د پاكستان مصنوعات لپاره شنګھائی، بیجنګ او ټوكیو او سیئول كښې ټریډ اینډ انویسټمنټ كنفرنسونه شوي۔ وزیرِ اعظم ته ووئيل شول نوموړي اطالوی ډیزائنر سټیلا جین میلان كښې د پاكستان لپاره مخصوص فیشن ویك كښې د كیلاش، چترال، هنزہ ميرمنو لپاره د جامو نندارتون سره سره ټرك آرټ نندارتون هم شوې۔ د كامرس سيكتر د اړخه برآمدات زياتولو او برآمدات په لاره كښې ولاړ خنډان لري كولو پھ حقله په اقدامات هم او د چائنا، افریقې، روس، ساؤتھ امریكې او انډونیزيا سره تجارتی اړيكې لا مستحكمولو په اړه په اقدامات هم بریفنګ وركړې شو۔