د وزيراعظم عمران خان بېلا بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو ځوانانو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاكستان د تاريخ د ټولو نه مشكل معاشي صورتحال نه بهر راوتلې، په وړومبي ځل زمونږ حكومت د صنعتونو بحالې ته ترجيح وركړه، دې حكمت عملې سره به د روزګار موقعې پېدا شي، د ډېجيټل مېډيا د لارې د مظلوم كشميري اولس مقدمه دې نړۍ ته وړاندې كولو سره نړۍ ته باور وركړے شي د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلې حل د نړۍ د قومونو فريضه ده، فاشسټ مودي سركار د هندوراشټرا خوب پوره كولو لپاره امن او د منطقې سلامتيا په داٶ كوي.پاكستان تحريك انصاف او وفاقي حكومت د فرورې په 5مه نېټه د كشمير يووالي ورځې لمانځلو پرېكړه كړې. د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان دا خبرې بېلا بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو ځوانانو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې وزيراعظم سره د خالي په ورځ ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال ډېجيټل مېډيا سره تړون لرونكي ځوانان هم موجود وو. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري او د وزيراعظم د ډېجيټل مېډيا فوكل پرسن ډاكټر ارسلان خالد هم وو. د ملاقات په مهال د هېواد په چېلنجونو، د حكومت په اقداماتو، په اوسني دور كښې د مېډيا او په خاص توګه د سوشل مېډيا په كردار او نورو چارو هم خبرې وشوې. وزيراعظم عمران خان پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان د تاريخ د ټولو نه مشكل معاشي صورتحال نه بهر راوتلې، په وړومبي ځل زمونږ حكومت د صنعتونو بحالې ته ترجيح وركړه، دې حكمت عملې سره به د روزګار موقعې پېدا شي، د ډېجيټل مېډيا د لارې د مظلوم كشميري اولس مقدمه دې نړۍ ته وړاندې كولو سره نړۍ ته باور وركړے شي د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلې حل د نړۍ د قومونو فريضه ده، فاشسټ مودي سركار د هندوراشټرا خوب پوره كولو لپاره امن او د منطقې سلامتيا په داٶ كوي. وزيراعظم ووئيل چې ځوان طبقې لپاره يوازې يو پېغام دے چې هغوي دې محنت وكړي، كاميابي د محنت نه بغېر ممكنه نه ده.