د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د سندس فاٶنډېشن دوره وكړه، د وزيراعظم مرستيالې د وينې عطيه هم وركړه

لاهور 18 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د خالي په ورځ د سندس فاٶنډېشن دوره وكړه او د وينې عطيه ئې هم وركړه. په دې موقع ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې هغې 22 ځله سندس فاٶنډېشن ته خپله وينه عطيه كړې او هغه د دې ادارې د جوړېدو نه دې سره تړون لري.