د هېواد په حالاتو كښې بهترې لپاره اصلاحات ضروري دي. د روسيې نوې وزيراعظم

ماسكو 18 جنوري (اے پي پي) د روسيې نوي ټاكل شوي وزيراعظم ميخائيل ميشوستين وئيلي دي چې د هېواد په حالاتو كښې بهترې لپاره اصلاحات ضروري دي. نوي وزيراعظم وئيلي دي چې د اولس بهترې لپاره بايد د اوس نه د حقيقي اصلاحاتو احساس وكړے شي. د روسيې اولس مشر ميخائيل مېشوستېن د دې هېواد د نوي وزيراعظم په توګه نومولې و. د روسيې وزيراعظم دمېتري مېدويدوف د استعفٰي وركولو نه څو ساعته پس مېشوستېن وزيراعظم ټاكل شوے. د روسيې نوي وزيراعظم د پارلمان دوما نه هم د باور رائې ترلاسه كړې دي.