د هند سفارت ناظم الامور خارجه دفتر ته راوبللې شو٬ د كوټ كوټير او كاريلا سېكټرو په لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ ورته احتجاج رېكارډ كړی شو

اسلام آباد 13 جنوری (اے پی پی)د خارجه وزارت ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا او سارك)زاهد حفيظ چوهدري په پاكستان كښې د هند سفارت ناظم الامور ګارو واهلو واليا د ګل په ورځ خارجه دفتر ته رابلل او په كوټ كوټير او كاريلا سېكټرو په لائن آف كنټرول خلاف ورزۍ ورته احتجاج رېكارډ كړی شوې۔د هند د ډزو په نتيجه كښې 24 كلن محمد اشتياق شهيد شوې۔د هندي عسكرو د اړخه بې ګناه وګړو په نښه كولو غندنې سره ډائرېكټر جنرل په دې خبره زور راوړو چې هند د 2003 راهسې د جنګ بندۍ لوظ نامې خلاف ورزي كوي چې ورسره د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے۔ده په هند زور راوړو چې د جنګ بندۍ لوظ نامې احترام وكړي او د پیښو پلټنې وكړي