د هند او آسټرېليا ترمينځه دوهم يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ نن كېږي

راجکوټ ۔ 16 جنوری (اے پی پی) دهند او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو نړيوالو كركټ مېچونو سيريز دوهم مېچ نن د جمعې په ورځ راجكوټ كښې كولې شي۔ آسټرېلوی لوبډلې د هند په ضد د درېو مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه كړې ۔ کېنګروز په اولني مېچ كښې كوربه لوبډلې ته آسانۍ سره په 10 رنزونو ماتې وركړې وه۔ د هندي لوبډلې مشري ويرات كوهلي او د آسټرېليا لوبډلې آرون فنچ كوي۔ دا خبره دې څرګندونه وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 19 مه نېټه بنګلور كښې كېږي