د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر غونډې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 14 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د کراچۍ بنیادی انفراسټرکچر كښې تندۍ سره پياوړتيا ليدل غواړي۔ کے پی ټی څخه تر پپری فرېټ کورېډور، ناردرن بائی پاس، لیاری ایکسپریس وے او د کراچی سرکلر رېلوے په ډول منصوبو وفاقي حكومت كار كوي۔ د كراچۍ منصوبې په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل کے پی ټی څخه تر پپری فرېټ کورېډور، ناردرن بائی پاس، لیاری اېکسپریس وے او د کراچی سرکلر رېلوے په ډول منصوبو وفاقي حكومت كار كوي۔ ده هدايت وكړو چې کراچۍ كښې روانو منصوبو له دې د يو شمېر محكمو ترمينځه کوآرډینېشن او مرسته باوري كړې شي۔ ده اړوندو وفاقي محكمو ته د منصوبو د پروسېسنګ عمل تند كولو هدايت هم وكړو دغسې چې په منصوبو عمل درآمد پېل كړې شي۔ ده ووئيل وفاقي وزارتونه او محكمې به په منصوبو كارروائي او عمل تند كړي او هيله ده چې صوبائي چارواكي به هم داسې وكړي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې پاكستان رېلوے ، کے پی ټی او د منصوبه بندۍ وزارت به د جنوری 2020ء ختمېدو څخه وړاندې فرېټ کورېډور ، ناردرن بائی پاس او لیاری اېکسپرېس وے له په ګډه وړاندېز تيار كړي۔ غونډه كښې د کے سی آر پروسېسنګ سره د اړوند پېشرفت ذكر كېدو سره پرېكړه وكړې شوه چې منصوبه مخ په وړاندې بوتللو له به ځنډولې شوې چارې روانه مياشت حل كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت ددې مهمې منصوبې بشپړه ملاتړ كوي