د مالېزيا وزيراعظم هم زمونږ د حكومت په شان په مېراث كښې پاتې شويو ستونزو سره مخ دے، د اسلامي نړۍ تجربه كار سياستدانان هم هغو ستونزو سره مخ دي، كومو سره چې په پاكستان كښې حكومت مخ دے. وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د مالېزيا وزيراعظم هم زمونږ د حكومت په شان په مېراث كښې پاتې شويو ستونزو سره مخ دے، د اسلامي نړۍ تجربه كار سياستدانان هم هغو ستونزو سره مخ دي، كومو سره چې په پاكستان كښې حكومت مخ دے. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد هم سياسي مافيا سره مخ دے، سياسي مافيا مالېزيا ديواليه، مقروض او رياستي ادارې تباه كړې دي. وزيراعظم د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد هغه تحرير هم ټېګ كړے د كوم عنوان چې ” كېرا جان پاكستان هراپان ” دے. په خپل تحرير كښې ده په پاكستان كښې د اتحادي حكومت د اقتدار په سنبالولو د هېواد د صورتحال ذكر كړے چې حكومت كومو ستونزو سره مخ و. مهاتير په خپل تحرير كښې هغه ستونزې د مالېزيا په ګوته كړې دي كومو سره چې د پي ټي آئي حكومت مخ و. ده وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د كرپشن او بدعنوان اشرافيه په ضد اوږدې هڅې كړې دي.