د لوړو زده كړو كمېسون ته د زده كوٶنكو لوړو زده كړو ته رسنه٬ اعلٰې تعليمي ادارو كښې د فېكلټۍ او د ګرېجوېټس معيار سره د لوړو زده كړو ريسرچ د جديدو تقاضو په خاص توګه د هېواد تعمير او پرمختګ ضرورتونو تر سره كولو غوندې مهم چېلنجونه ورمخې دي۔ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال بيان

APP29-09 ISLAMABAD: July 09 – Federal Minister for Federal Education and Professional Training Shafqat Mahmood addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلې دي د لوړو زده كړو كمېسون ته د زده كوٶنكو لوړو زده كړو ته رسنه٬ په اعلٰې تعليمي ادارو كښې د فېكلټۍ او د ګرېجوېټس معيار باوري كولو سره د لوړو زده كړو ريسرچ د جديدو تقاضو په خاص توګه د هېواد تعمير او پرمختګ له مخې جوړولو غوندې مهم چېلنجونه ورمخې ته دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړو زده كړو كمېسون پحقله غونډه كښې د بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل د دې چېنلجونو مخنيوي لپاره د اېچ اي سي لخوا د اصلاحات جامع پروګرام وضع كړې شوې دغسې چې كه يو خوا د ګرد هېواد په پوهنتونونو كښې انتظامي مسئلې او د قابل افرادي قوت ضرورت ترسره كړې شي نو بلخوا د تعليم معيار او ريسرچ هم د جديدو تقاضو له مخې جوړ كړې شي۔ په دې موقع د اېچ اي سي چيئرمېن ډاکټر طارق بنوري د اصلاحاتي اېجنډې په پروګرام د بريفنګ په مهال ووئيل د لوړو زده كړو كمېسون لخوا معرفي كړې اصلاحات كښې د زده كوٶنكو كاميابۍ٬ د استاذانو معيار٬ په پوهنتونونو كښې ګډ ګورننس ښه كول٬ د ټېكنالوجۍ وده او اعلٰې تعليم جديدو تقاضو سره سمول٬ په پوهنتونونو كښې شوې ريسرچ د نړيوال معيار او د ماركيټ د ضرورت له مخې جوړول او د پوهتونونو مالي معاملې منظم كول شامل دي۔ ده ووئيل د 48 پوائنټ اصلاحتي اېجنډا د لوړو زده كړو كمېسون ھغه ټولې مسئلې حل كوي كومې چې د اعلٰې تعليم څانګې ته ورمخئ ته دي۔ ده ووئيل د لوړو زده كړو كمېسون احساس پروګرام٬ كامياب ځوان پروګرام ٬ د صحت وزارت٬ اېن اېچ اے، پبلك پرائيويټ پارټنر شپ اتھارټۍ، انرژي سېکټر، نيشنل سکېورټي او نورو ټولو ادارو سره په نزدې رابطه كښې دے دغسې چې چرته اعلٰې تعليم د هېواد د ضرورتونو له مخئ په قالب كښې واچولې شي هلته د ځوانانو صلاحيتونه تعميري مقصد لپاره پكار راوستلې شي۔ ده ووئيل د زده كوٶنكو كاميابي باوري كولو لپاره پېل كړې “كامياب زده كوٶنكي” پروګرام له مخې