د لبنان په پايه تخت بېروت كښې امنيتي ځواكونو سره په نښتو كښې 75 مظاهرچيان ژوبل شوي

بېروټ 19 جنوري (اے پي پي) د لبنان په پايه تخت بېروت كښې امنيتي ځواكونو سره په نښتو كښې 75 مظاهرچيان ژوبل شوي دي. په بېروت كښې خلقو د خالي په ورځ د پارلمان په خوا كښې مظاهره كړې. امنيتي ځواكونو پارلمان ته د دوي مخه نيولو لپاره اوښكې بهيوونكې ګاز او ګولې كارولې دي. د عيني شاهدانو له مخې د پوليسو لخوا د وهل ټكول كېدو په مهال مظاهرچيانو د كاڼو ګوزارونه وكړل. د يادونې وړ ده چې په لبنان كښې د تېر كال د اكتوبر د مياشتې نه د سياستدانانو په ضد مظاهرې روانې دي خو دا لږې مودې لپاره ودرېدلې وې. مظاهرچيان زر تر زره د نوي حكومت تشكيل غواړي.