د غدائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د غدائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي چې حكومت د هېواد د ضرورت له مخې د غنمو او ووړو ډېرې پانګي لري، د سپلائي چېن متاثر كېدو او د صوبو ترمېنځه د چېكنګ مكانزم په وجه په سپلائي كښې تعطل راغلې، د غنمو او وروړو مصنوعي بحران به په دوه درې ورځو كښې ختم شي، بايد د سندھ حكومت د 7 لكه غمنو خريداري كړې وې، د هدف له مخې خريداري ئې نه ده كړې، خېبر پښتونخوا ته به د ګل د ورځې نه هره ورځ 10 زره ټن غنم وركولې شي، د سبا نه په سره د 400 روپې جي اے ډي سي ختمولې شي، دې سره به د سرې په تيارې اخراجات كم شي. د اتوار په ورځ د پاسكو اېم ډي سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د غدائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ووئيل چې د دوه درې ورځو نه په هېواد كښې د ووړو او د غنمو د بحران تاثر وركولې شي، زه پوره اعتماد او حقائقو سره واضحه كول غواړم چې په دې وخت كښې هېواد ته چې د څومره غنمو ضرورت دے، د دې نه زيات سټاك موجود دے او هيله ده چې د سيزن تر پاې به اته نيم لكه ټن غنم د راتلونكي كال سټاك ته لاړ شي. وفاقي وزير ووئيل چې په دې وخت كښې سركاري څانګې او پنجاب سره 40 لكه ټنه غنم موجود دي. راتلونكي كال لپاره حكومت د 27 مليونه ټن پېداوار هدف ټاكلې. د غدائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ووئيل چې حكومت د هېواد د ضرورت له مخې د غنمو او ووړو ډېرې پانګي لري، د سپلائي چېن متاثر كېدو او د صوبو ترمېنځه د چېكنګ مكانزم په وجه په سپلائي كښې تعطل راغلې، د غنمو او وروړو مصنوعي بحران به په دوه درې ورځو كښې ختم شي، بايد د سندھ حكومت د 7 لكه غمنو خريداري كړې وې، د هدف له مخې خريداري ئې نه ده كړې، خېبر پښتونخوا ته به د ګل د ورځې نه هره ورځ 10 زره ټن غنم وركولې شي، د سبا نه په سره د 400 روپې جي اے ډي سي ختمولې شي، دې سره به د سرې په تيارې اخراجات كم شي. ده ووئيل چې په قاچاق قابو موندلو لپاره هم اقدامات كولې شي.