د سوئيلي افريقې او انګلېنډ ترمينځھ درېم ټېسټ مېچ سبا پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ سيريز 1-1 سره برابر دې

پورټ الزبتھ ۔ 14 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي افريقې او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په څلور ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز درېم ټېسټ مېچ سبا د زيارت ورځې څخه پورټ الزبتھ كښې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د څلور مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دې۔ كوربه لوبډلې سوئيلي افريقې سېنچورین كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې انګلېنډ ته 107 رنز سره ماتې وركړې وه دې څخه وروستو انګلېنډ كوربه لوبډلې ته په دوهم ټېسټ مېچ كښې 189 رنز سره ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم ټېسټ به د روانې مياشتې په 16 مه او څلورم او ورستې مېچ به په 24 مه نېټه جوهانسبرګ كښې كولې شي۔ د ټېسټ سیریز نه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنيو او درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كولې شي