د سلطان قابوس مړينې سره اومان د مقبول لارښود او پاكستان د يو نزدې او باوري ملګري نه محروم شو.وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اومان سلطان قابوس بن سعد السعد په مړيني د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې سلطان قابوس يو دور اندېش لارښود و او هغه اومان په فعاله او جديت رياست كښې بدل كړے. د خالي په ورځ په ټويټر د غمرازې په خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د سلطان قابوس مړينې سره اومان د مقبول لارښود او پاكستان د يو نزدې او باوري ملګري نه محروم شو. وزيراعظم د ارواښاد بخښنې لپاره دعا هم وكړه.