د زمبابوے او سري لنکا كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ (سبا) كېږي

هرارے 17 جنوري (اے پي پي) د زمبابوے او سري لنکا كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سيريز وړومبې ټېسټ مېچ به (سبا) د اتوار په ورځ په هرارے سپورټس كلب كښې كېږي۔ اكتوبر كال 2019 كښې د آئي سي سي د غړي په حېث د بحالۍ نه پس د زمبابوے دا وړومبۍ ذمه واري ده۔۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه آخري ټېسټ به 27مه جنورۍ په هرارے كښې كېږي